کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو وزارت ویاند:

امنيتي ځواکونو د بېلابېلو جرمونو په تړاو شل تنه نيولي دي

6 میزان 1402 ساعت 15:52

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد له اوو ولایتونو څخه ۲۰ تنه د غلا، قتل او اخلاقي فساد په تور نیولي دي.


آوا – کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن (پنجشنبه د میزان ۶ مه) په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې امنیتي ځواکونو ۲۰ تنه د غلا، قتل او اخلاقي فساد په تور نیولي دي چی په تيرو ٢٤ ساعتو کې د هيواد له اوو ولايتونو څخه نيول شوي دي.
 
د ده د څرګندونو له مخې: په هرات ولايت کې د شپږو وسله والو او مسلکي غلو له يوې ډلې سره د اخلاقي فساد په تور دوه تنه، په ننګرهار ولايت کې پنځه تنه غله، يو تن په سرپل ولايت کې له يوه غله سره د قتل په تور، درې تنه په سمنګان ولايت کې او دوه تنه د غلا په تور نيول دي.
 
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د ملي امنيت موظفينو د هېواد له لسو ولايتونو څخه ٣٨ تنه د غلا، قتل، قمار، قاچاق، نشه يي توکو د استعمال او اخلاقي فساد په تور نيولي وو.


د مطلب کود: 277368

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277368/امنيتي-ځواکونو-د-بېلابېلو-جرمونو-په-تړاو-شل-تنه-نيولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com