دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 277368
امنيتي ځواکونو د بېلابېلو جرمونو په تړاو شل تنه نيولي دي
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد له اوو ولایتونو څخه ۲۰ تنه د غلا، قتل او اخلاقي فساد په تور نیولي دي.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن (پنجشنبه د میزان ۶ مه) په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې امنیتي ځواکونو ۲۰ تنه د غلا، قتل او اخلاقي فساد په تور نیولي دي چی په تيرو ٢٤ ساعتو کې د هيواد له اوو ولايتونو څخه نيول شوي دي.
 
د ده د څرګندونو له مخې: په هرات ولايت کې د شپږو وسله والو او مسلکي غلو له يوې ډلې سره د اخلاقي فساد په تور دوه تنه، په ننګرهار ولايت کې پنځه تنه غله، يو تن په سرپل ولايت کې له يوه غله سره د قتل په تور، درې تنه په سمنګان ولايت کې او دوه تنه د غلا په تور نيول دي.
 
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د ملي امنيت موظفينو د هېواد له لسو ولايتونو څخه ٣٨ تنه د غلا، قتل، قمار، قاچاق، نشه يي توکو د استعمال او اخلاقي فساد په تور نيولي وو.
https://avapress.com/vdciqyarvt1ayp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته