کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د ایران سفارت:

د اسلامي امارت یو پلاوی د اسلامي وحدت په کنفرانس کې د ګډون په موخه ایران ته ولاړ

8 میزان 1402 ساعت 16:06

د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) د زوکړې په مناسبت د افغانستان د سرپرست حکومت یو څلور کسیز پلاوی د اسلامی وحدت په کنفرانس کښې د ګډون لپاره د ایران اسلامی جمهوریت ته تللی دی او د نړۍ مسلمانان، دواړه شیعه او سني د یووالې په هکله خبرې اترې کوی.


آوا - کابل: په کابل کې د ایران سفارت نن (شنبه د میزان ۸ مه) په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلی چې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د زیږیدنې په مناسبت د افغانستان د سرپرست حکومت یو پلاوی به په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي.
 
ټاکل شوې ده چې د اسلامی وحدت کانفرنس د مختلفو اسلامی هیوادونو د څه دپاسه سلو استازیو په ګډون په تهران کښې جوړ شی او په دغه کانفرنس کښې به د نړۍ د مسلمانانو د یووالی په هکله خبرې اترې وکړی.
 


د مطلب کود: 277439

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277439/د-اسلامي-امارت-یو-پلاوی-وحدت-په-کنفرانس-کې-ګډون-موخه-ایران-ته-ولاړ

آوا
  https://www.avapress.com