دخپریدو نیټه :شنبه ۸ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۰۶
د مطلب کود : 277439
د اسلامي امارت یو پلاوی د اسلامي وحدت په کنفرانس کې د ګډون په موخه ایران ته ولاړ
د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) د زوکړې په مناسبت د افغانستان د سرپرست حکومت یو څلور کسیز پلاوی د اسلامی وحدت په کنفرانس کښې د ګډون لپاره د ایران اسلامی جمهوریت ته تللی دی او د نړۍ مسلمانان، دواړه شیعه او سني د یووالې په هکله خبرې اترې کوی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کابل کې د ایران سفارت نن (شنبه د میزان ۸ مه) په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلی چې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د زیږیدنې په مناسبت د افغانستان د سرپرست حکومت یو پلاوی به په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي.
 
ټاکل شوې ده چې د اسلامی وحدت کانفرنس د مختلفو اسلامی هیوادونو د څه دپاسه سلو استازیو په ګډون په تهران کښې جوړ شی او په دغه کانفرنس کښې به د نړۍ د مسلمانانو د یووالی په هکله خبرې اترې وکړی.
 
https://avapress.com/vdchxqniw23nqkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته