د خوست سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې یو سړی چې خپله مېرمن یې لس کاله په تیاره خونه کې بندی کړي وه، د امنیتي ځواکونو له خوا خوشې شو.
یوه ښځه له لس کاله بند وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا خوشې شوه
9 میزان 1402 ساعت 14:35
د خوست سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې یو سړی چې خپله مېرمن یې لس کاله په تیاره خونه کې بندی کړي وه، د امنیتي ځواکونو له خوا خوشې شو.
آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د میزان ۹ مه په خپله یوه پاڼه کې لیکلي، چې دا پېښه د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې شوې ده.
وزارت ویلي دي چې سیمه ایزو چارواکو د میرمنې میړه او زوی نیولي دي.
تر دې مخکې یوه ښځه چې له ۲۵ کلونو راهیسې په کابل ښار کې د خپل ورور له خوا په کور کې نظر بنده وه، د کورنیو چارو وزارت د چارواکو له خوا خوشې او روغتون ته وړل شوې وه.
د مطلب کود: 277487