دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۵
د مطلب کود : 277487
یوه ښځه له لس کاله بند وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا خوشې شوه
د خوست سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې یو سړی چې خپله مېرمن یې لس کاله په تیاره خونه کې بندی کړي وه، د امنیتي ځواکونو له خوا خوشې شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د میزان ۹ مه په خپله یوه پاڼه کې لیکلي، چې دا پېښه د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې شوې ده.
 
وزارت ویلي دي چې سیمه ایزو چارواکو د میرمنې میړه او زوی نیولي دي.
 
تر دې مخکې یوه ښځه چې له ۲۵ کلونو راهیسې په کابل ښار کې د خپل ورور له خوا په کور کې نظر بنده وه، د کورنیو چارو وزارت د چارواکو له خوا خوشې او روغتون ته وړل شوې وه.
 
https://avapress.com/vdcaa0nu049n0y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته