کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو وزارت ویاند:

امنیتي ځواکونو ۲۵ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو ونیول

9 میزان 1402 ساعت 14:39

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، امنیتي ځواکونو د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ۲۵ تنه د غلا، قتل، قمار، اختلاس او اخلاقي فساد په تور نیولي دي.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن (یکشنبه، میزان ۹) په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې امنیتي ځواکونو ۲۵ تنه د غلا، قتل، قمار له څو تنو څخه د ناوړه استفادې او اخلاقي فساد په تور نيولي دي.
 
هغه ټینګار وکړ چې دغه مجرمین له تخار، کابل، سمنګان، فاریاب، خوست، ننګرهار، غزني او بلخ ولایتونو څخه نیول شوي دي.
 
په همدې حال کې پرون د کابل امنيتي ځواکونو د دغه ښار په اوومه ناحيه کې د غلو د يوې څلور کسيزې ډلې د نيولو خبر ورکړ.
 


د مطلب کود: 277488

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277488/امنیتي-ځواکونو-۲۵-تنه-د-بېلابېلو-جرمونو-په-تړاو-ونیول

آوا
  https://www.avapress.com