دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 277488
امنیتي ځواکونو ۲۵ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو ونیول
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، امنیتي ځواکونو د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ۲۵ تنه د غلا، قتل، قمار، اختلاس او اخلاقي فساد په تور نیولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن (یکشنبه، میزان ۹) په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې امنیتي ځواکونو ۲۵ تنه د غلا، قتل، قمار له څو تنو څخه د ناوړه استفادې او اخلاقي فساد په تور نيولي دي.
 
هغه ټینګار وکړ چې دغه مجرمین له تخار، کابل، سمنګان، فاریاب، خوست، ننګرهار، غزني او بلخ ولایتونو څخه نیول شوي دي.
 
په همدې حال کې پرون د کابل امنيتي ځواکونو د دغه ښار په اوومه ناحيه کې د غلو د يوې څلور کسيزې ډلې د نيولو خبر ورکړ.
 
https://avapress.com/vdcbwzb5wrhbzap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته