کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فاریاب کې له څه باندې ۹ زرو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

12 میزان 1402 ساعت 13:29

د فارياب ولايت داسلامي امارت د کليو د بيارغوني اوپراختيا رياست وايي چې دنړيوال خوراکي پروګرام له خوا په دغه ولايت کې په ٩٥٣٩ اړو کورنيو خوراکي توکي وويشل شول .


آوا: د فاریاب د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د خان چهارباغ، قرمقل، دولت آباد، ګرزیوان او المار ولسوالیو پر اوسېدونکو وېشل شوې دي.
 
د اسلامي امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په یادو ۸۷۳۶ کورنیو خوراکي توکي، غوړي، دال، مالګه او د ماشومانو د تغذیې په ګډون ویشل شوي دي.
 
د دې خبرپاڼې له مخې، له ۸۰۳ نورو کورنیو سره هم نغدي مرسته شوې ده.
 
تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام او نورو مرستندویه سازمانونو په افغانستان کې د بشري مرستو د وېش لپاره د بودیجې له کموالي اندېښنه ښودلې وه.
 


د مطلب کود: 277697

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277697/په-فاریاب-کې-له-څه-باندې-۹-زرو-کورنیو-سره-د-خوراکي-توکو-مرسته-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com