دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 277697
په فاریاب کې له څه باندې ۹ زرو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
د فارياب ولايت داسلامي امارت د کليو د بيارغوني اوپراختيا رياست وايي چې دنړيوال خوراکي پروګرام له خوا په دغه ولايت کې په ٩٥٣٩ اړو کورنيو خوراکي توکي وويشل شول .
افغان غږ خبری آژانس: د فاریاب د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د خان چهارباغ، قرمقل، دولت آباد، ګرزیوان او المار ولسوالیو پر اوسېدونکو وېشل شوې دي.
 
د اسلامي امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په یادو ۸۷۳۶ کورنیو خوراکي توکي، غوړي، دال، مالګه او د ماشومانو د تغذیې په ګډون ویشل شوي دي.
 
د دې خبرپاڼې له مخې، له ۸۰۳ نورو کورنیو سره هم نغدي مرسته شوې ده.
 
تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام او نورو مرستندویه سازمانونو په افغانستان کې د بشري مرستو د وېش لپاره د بودیجې له کموالي اندېښنه ښودلې وه.
 
https://avapress.com/vdcdn50x5yt0596.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته