کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دفاع سرپرست وزیر:

په پاکستان کې مېشت افغان سوداګر او کډوال باید ژر تر ژره خپله سرمایه هېواد ته انتقال کړي

13 میزان 1402 ساعت 12:24

د اسلامي امارت د دفاع سرپرست وزیر په پاکستان کې له ټولو افغان سوداګرو او مهاجرینو وغوښتل چې ژر تر ژره خپلې سرمايي دغه هیواد ته انتقال کړي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد نن (پنجشنبه، میزان۱۳) د «پولیسو اکاډمۍ د څوارلسم فراغت دورې» په مراسمو کې له ټولو افغان سوداګرو او په پاکستان کې له میشتو مهاجرینو وغوښتل، ژر تر ژره خپلې پیسې له پاکستان څخه انتقال کړي او په افغانستان کې دننه پانګونه وکړي.
 
د دفاع وزارت سرپرست د دې په څرګندولو سره چې په هر حالت کې به د افغانستان او د خپل هېواد د خلکو ساتنه کوو، په بهرنیو هېوادونو کې له مېشتو افغان کډوالو وغوښتل چې هېواد ته په ځانګړې توګه په هغو هېوادونو کې چې ظلمونه روان دي، بېرته راستانه شي.
 
نوموړي دغه راز له دغه هېواد څخه د افغانانو د شړلو په اړه د پاکستان پر وروستۍ پرېکړې هم سختې نيوکې وکړې او هغه يې غيرعادلانه وبللې او د دغه هېواد له خلکو يې وغوښتل چې د افغانانو پر وړاندې د خپل حکومت له ظلمونو لاس واخلي.
 
په همدې حال کې د پاکستان حکومت له خپل هېواده د یو میلیون افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې چې له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
 
د پاکستان حکومت ویلي چې د افغان مهاجرینو د شړلو لامل په دغه هیواد کې په ځانمرګو بریدونو او چاودنو کې لاس لري، خو د افغان حکومت او مهاجرینو له خوا تل دغه موضوع رد شوې ده.
 


د مطلب کود: 277765

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277765/په-پاکستان-کې-مېشت-افغان-سوداګر-او-کډوال-باید-ژر-تر-ژره-خپله-سرمایه-هېواد-ته-انتقال-کړي

آوا
  https://www.avapress.com