دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۴
د مطلب کود : 277765
په پاکستان کې مېشت افغان سوداګر او کډوال باید ژر تر ژره خپله سرمایه هېواد ته انتقال کړي
د اسلامي امارت د دفاع سرپرست وزیر په پاکستان کې له ټولو افغان سوداګرو او مهاجرینو وغوښتل چې ژر تر ژره خپلې سرمايي دغه هیواد ته انتقال کړي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد نن (پنجشنبه، میزان۱۳) د «پولیسو اکاډمۍ د څوارلسم فراغت دورې» په مراسمو کې له ټولو افغان سوداګرو او په پاکستان کې له میشتو مهاجرینو وغوښتل، ژر تر ژره خپلې پیسې له پاکستان څخه انتقال کړي او په افغانستان کې دننه پانګونه وکړي.
 
د دفاع وزارت سرپرست د دې په څرګندولو سره چې په هر حالت کې به د افغانستان او د خپل هېواد د خلکو ساتنه کوو، په بهرنیو هېوادونو کې له مېشتو افغان کډوالو وغوښتل چې هېواد ته په ځانګړې توګه په هغو هېوادونو کې چې ظلمونه روان دي، بېرته راستانه شي.
 
نوموړي دغه راز له دغه هېواد څخه د افغانانو د شړلو په اړه د پاکستان پر وروستۍ پرېکړې هم سختې نيوکې وکړې او هغه يې غيرعادلانه وبللې او د دغه هېواد له خلکو يې وغوښتل چې د افغانانو پر وړاندې د خپل حکومت له ظلمونو لاس واخلي.
 
په همدې حال کې د پاکستان حکومت له خپل هېواده د یو میلیون افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې چې له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
 
د پاکستان حکومت ویلي چې د افغان مهاجرینو د شړلو لامل په دغه هیواد کې په ځانمرګو بریدونو او چاودنو کې لاس لري، خو د افغان حکومت او مهاجرینو له خوا تل دغه موضوع رد شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcjmae8iuqeaaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته