کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امريکا له مصر څخه غوښتنه کړې چې پر حماس فشار راوړي چې د اسراييلو پر ضد بريدونه ودروي

16 میزان 1402 ساعت 15:27

په داسې حال کې چې اسراييلي رژيم له مصر څخه غوښتي چې د حماس له خوا د نيول شويو ټپيانو او اسراييلي بنديانو د خلاصون لپاره منځګړيتوب وکړي، امريکا هم له دغه هېواده غوښتي چې پر حماس فشار راوړي چې د "اقصی طوفان" عملياتو په چوکاټ کې د اسراييلو پر ضد بريدونه ودروي.


آوا: عربي رسنیو خبر ورکړی، چې امریکا له مصر څخه غوښتي، چې په اشغال شویو سیمو کې د حماس د بریدونو د مخنیوي لپاره خپل نفوذ زیات کړي.
 
په همدې حال کې امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې اسرائیلو د خپلو بندیانو د خلاصون لپاره د سمدستي خبرو اترو غوښتنه کړې ده.
 
په ورته وخت کې العربي الجدید لیکلي، چې امریکا له قاهرې غوښتي چې د رفح له بندره د حماس د فشار لپاره د یوې وسیلې په توګه کار واخلي.
 
د یادولو وړ ده چې د حماس د غورځنګ نظامي څانګې "کتاب القسام" له پرون سهار راهیسې په خپلو پرلپسې عملیاتو کې د صهیونیسټي غاصب رژیم لسګونه عسکر نیولي دي.
 
په همدې حال کښې په نیواک شویو سیمو کښې د حماس غورځنګ د پوځیانو او صهیونیسټی پوځیانو ترمینځ نښتې دوام لری .
 
په تازه پېښه کې ویل شوي چې د حماس له خوا د اشکلون په ښار کې ۱۵ اسراییلیان وژل شوي دي.
 


د مطلب کود: 277922

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277922/امريکا-له-مصر-څخه-غوښتنه-کړې-چې-پر-حماس-فشار-راوړي-د-اسراييلو-ضد-بريدونه-ودروي

آوا
  https://www.avapress.com