دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 277922
امريکا له مصر څخه غوښتنه کړې چې پر حماس فشار راوړي چې د اسراييلو پر ضد بريدونه ودروي
په داسې حال کې چې اسراييلي رژيم له مصر څخه غوښتي چې د حماس له خوا د نيول شويو ټپيانو او اسراييلي بنديانو د خلاصون لپاره منځګړيتوب وکړي، امريکا هم له دغه هېواده غوښتي چې پر حماس فشار راوړي چې د "اقصی طوفان" عملياتو په چوکاټ کې د اسراييلو پر ضد بريدونه ودروي.
افغان غږ خبری آژانس: عربي رسنیو خبر ورکړی، چې امریکا له مصر څخه غوښتي، چې په اشغال شویو سیمو کې د حماس د بریدونو د مخنیوي لپاره خپل نفوذ زیات کړي.
 
په همدې حال کې امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې اسرائیلو د خپلو بندیانو د خلاصون لپاره د سمدستي خبرو اترو غوښتنه کړې ده.
 
په ورته وخت کې العربي الجدید لیکلي، چې امریکا له قاهرې غوښتي چې د رفح له بندره د حماس د فشار لپاره د یوې وسیلې په توګه کار واخلي.
 
د یادولو وړ ده چې د حماس د غورځنګ نظامي څانګې "کتاب القسام" له پرون سهار راهیسې په خپلو پرلپسې عملیاتو کې د صهیونیسټي غاصب رژیم لسګونه عسکر نیولي دي.
 
په همدې حال کښې په نیواک شویو سیمو کښې د حماس غورځنګ د پوځیانو او صهیونیسټی پوځیانو ترمینځ نښتې دوام لری .
 
په تازه پېښه کې ویل شوي چې د حماس له خوا د اشکلون په ښار کې ۱۵ اسراییلیان وژل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcewf8wwjh8foi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته