کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات کې د زلزلې ځپلو سیمو څخه د لیدنې په موخه د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي سفر

17 میزان 1402 ساعت 13:47

د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ یو لوړ پوړي دولتي پلاوي نن سهار (دوشنبه، میزان ۱۷) له زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ.


آوا - کابل: ارګ په خپله اکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ یو لوړ پوړی دولتي پلاوی نن سهار هرات ولایت ته د زلزله ځپلو سیمو څخه لیدنه په موخه سفر وکړ.
 
ارګ زیاته کړې، چې ملا برادر به په دغه سفر کې زلزله ځپلې سیمې له نږدې وګوري او د بېړنیو مرستو د رسولو ترڅنګ به زیانمنو خلکو ته د راټولو شویو مرستو د عادلانه وېش په موخه اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښووني ورکړي.
 
د يادونې ده، چې د تېرې شنبې په ورځ د هرات او بادغيس ولايتونه زلزلې ولړزولې، د هرات سیمه ییزو چارواکو پرون ماښام خبر ورکړ، چې د دغه ولایت په زنده جان او غوریان ولسوالیو کې ۱۲ کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي او له خاورو خځلو د قربانیانو د جسدونو په را ایستلو بوخت دي.
 
د اسلامي امارت ​​د چارواکو په وينا په دې پيښه کې تر دوه زره زيات کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي.
 


د مطلب کود: 277984

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277984/هرات-کې-د-زلزلې-ځپلو-سیمو-څخه-لیدنې-په-موخه-یو-لوړ-پوړي-دولتي-پلاوي-سفر

آوا
  https://www.avapress.com