دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 277984
هرات کې د زلزلې ځپلو سیمو څخه د لیدنې په موخه د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي سفر
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ یو لوړ پوړي دولتي پلاوي نن سهار (دوشنبه، میزان ۱۷) له زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ارګ په خپله اکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ یو لوړ پوړی دولتي پلاوی نن سهار هرات ولایت ته د زلزله ځپلو سیمو څخه لیدنه په موخه سفر وکړ.
 
ارګ زیاته کړې، چې ملا برادر به په دغه سفر کې زلزله ځپلې سیمې له نږدې وګوري او د بېړنیو مرستو د رسولو ترڅنګ به زیانمنو خلکو ته د راټولو شویو مرستو د عادلانه وېش په موخه اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښووني ورکړي.
 
د يادونې ده، چې د تېرې شنبې په ورځ د هرات او بادغيس ولايتونه زلزلې ولړزولې، د هرات سیمه ییزو چارواکو پرون ماښام خبر ورکړ، چې د دغه ولایت په زنده جان او غوریان ولسوالیو کې ۱۲ کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي او له خاورو خځلو د قربانیانو د جسدونو په را ایستلو بوخت دي.
 
د اسلامي امارت ​​د چارواکو په وينا په دې پيښه کې تر دوه زره زيات کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcc4mqi02bqmo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته