کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ګوترش: نړیواله ټولنه دې د افغانستان له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي

18 میزان 1402 ساعت 9:44

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د هرات له زلزله ځپلو سره چې له دې ناورین مخکې مرستې ته اړتیا لري، ملاتړ وکړي.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د اکس په ټولنیزه پاڼه کې د یوې مقالې په خپرولو سره په افغانستان کې د زلزلې له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه او ملګري یې د افغانستان له سرپرست حکومت سره په همغږي دي.
 
ګوترش له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د هرات د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره مرسته وکړي چې له دې ناورین مخکې مرستې ته اړتیا لري.
 
د شنبې په ورځ د ریختر په کچه ۶،۳ درجې زلزلې د هرات او ګاونډیو ولایتونو د زنده جان ولسوالۍ او یو شمېر نورې ولسوالۍ ولړزولې.
 
دغه زلزله له ګڼو ورښتونو سره مله وه، چې مرګ ژوبله او زیانونه یې زیات کړل.
 
د اسلامي امارت د طبیعي پیښو سره د مبارزې د وزارت ویاند جانان صیغ وویل چې په دې زلزله کې د مړو او ټپیانو شمیر شاوخوا څلور زره تنو ته رسیدلی دی.
 
د اسلامي امارت د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاته کړه، چې په هرات کې د زلزلې له امله ۲۰ کلي او شاوخوا دوه زره کورونه هم ویجاړ شوي دي.
 


د مطلب کود: 278030

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278030/ګوترش-نړیواله-ټولنه-دې-د-افغانستان-له-زلزله-ځپلو-سره-مرسته-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com