دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 278030
ګوترش: نړیواله ټولنه دې د افغانستان له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د هرات له زلزله ځپلو سره چې له دې ناورین مخکې مرستې ته اړتیا لري، ملاتړ وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د اکس په ټولنیزه پاڼه کې د یوې مقالې په خپرولو سره په افغانستان کې د زلزلې له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه او ملګري یې د افغانستان له سرپرست حکومت سره په همغږي دي.
 
ګوترش له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د هرات د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره مرسته وکړي چې له دې ناورین مخکې مرستې ته اړتیا لري.
 
د شنبې په ورځ د ریختر په کچه ۶،۳ درجې زلزلې د هرات او ګاونډیو ولایتونو د زنده جان ولسوالۍ او یو شمېر نورې ولسوالۍ ولړزولې.
 
دغه زلزله له ګڼو ورښتونو سره مله وه، چې مرګ ژوبله او زیانونه یې زیات کړل.
 
د اسلامي امارت د طبیعي پیښو سره د مبارزې د وزارت ویاند جانان صیغ وویل چې په دې زلزله کې د مړو او ټپیانو شمیر شاوخوا څلور زره تنو ته رسیدلی دی.
 
د اسلامي امارت د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاته کړه، چې په هرات کې د زلزلې له امله ۲۰ کلي او شاوخوا دوه زره کورونه هم ویجاړ شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcfmcd0xw6dexa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته