دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 270341
امیر عبداللهیان له ګوترش سره په خبرو کې د کډوالو ملاتړ ته د نړۍ د پاملرنې غوښتنه وکړه
د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ملګرو ملتو له سرمنشی انتونیو ګوترش سره په کتنه کښې په ایران کښې د افغان کډوالو شمېر له پنځو میلیونو څخه اوښتی دی او د نړیوالو د پاملرنې او ملاتړ غوښتنه یې وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ایران د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او د ملګرو ملتونو د سرمنشی انتونیو ګوترش ترمنځ د ټیلیفونی خبرو په اړه یو بیان خپور کړی دی.
 
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، دواړو لورو د افغانستان، یمن، سوریې او اوکراین په اړه خبرې وکړې.
 
امیر عبداللهیان د افغانستان په اړه په دوحه کې د ملګرو ملتونو وروستۍ غونډه چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په نوښت جوړه شوې وه، مثبته  وارزوله او په ایران کې یې د افغان کډوالو شمېر له پنځو میلیونو څخه زیات وباله او زیاته یې کړه: د دې لوی شمېر مدیریت نړیوالې پاملرنې او ملاتړ ته اړتیا لري.
 
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم وروستیو تیریو ته په اشارې سره د صهیونیسټي رژیم اقدامات د سیمې د سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ وباله او ټینګار یې وکړ چې وروستیو پرمختګونو د دغو غیر انساني اقداماتو ښودنه کوي.
 
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې خبرو کې زیاته کړې، چې د افغانستان په اړه په دوحه کې وروستۍ ناستې څرګنده کړې، چې ټولې خواوې په دغه هېواد کې د یوه جامع حکومت پر جوړېدو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د ملاتړ په اړه هوکړه کړې ده. د افغانستان د اقتصاد پياوړتيا او د نشه يي توکو له توليد او قاچاق سره مبارزه باندي ټینګار وکړ.
 
هغه یو ځل بیا د افغان کډوالو په منلو کې د ایران د رول قدرداني وکړه او په دې برخه کې یې د ایران د نړیوال ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ.
 
څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره د افغانستان د پرمختګونو په ګډون په بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې.
 
https://avapress.com/vdcc0xqis2bqm18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته