کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیا کې نږدې ۱۸ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه وویشل شول

19 میزان 1402 ساعت 15:34

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت پر ۱۷۸۰۰ اړو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پیل شوې ده.


آوا - کابل: د پکتیا ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، د پکتیا په ۱۴ ولسوالیو او د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د اصلاح شویو کرنیزو توکو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
 
د پکتيا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست زياته کړه، چې دغه اصلاح شوي توکي د ناروې کمېټې له خوا ورکړل شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې کروندګرو تل د تخمونو لپاره د اصلاح شویو تخمونو له نشتوالي شکایت کړی دی.
 
بل خوا په پکتيا کې د اوبو د يوه کانال او د اوبو بند د جوړولو چارې پيل شوې او د دغو دوو کرنيزو پروژو په جوړېدو سره به د کروندګرو ۸۰۰ جريبه ځمکې خړوبه شي.
 
د اوبو دغه کانال چې دوه سوه زره امریکایي ډالره لګښت پرې راځي، په راتلونکو دریو میاشتو کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
 
د يادونې وړ ده، چې افغانستان د مناسبو اوبو او خاورې په لرلو سره لا هم په دې برخه کې د خپلې کرنې د دوديزې بڼې له امله د سيمې له هېوادونو وروسته پاتې دى.
 


د مطلب کود: 278161

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278161/په-پکتیا-کې-نږدې-۱۸-زره-بزګرانو-ته-د-غنمو-اصلاح-شوي-تخمونه-وویشل-شول

آوا
  https://www.avapress.com