دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۴
د مطلب کود : 278161
په پکتیا کې نږدې ۱۸ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه وویشل شول
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت پر ۱۷۸۰۰ اړو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پیل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتیا ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، د پکتیا په ۱۴ ولسوالیو او د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د اصلاح شویو کرنیزو توکو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
 
د پکتيا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست زياته کړه، چې دغه اصلاح شوي توکي د ناروې کمېټې له خوا ورکړل شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې کروندګرو تل د تخمونو لپاره د اصلاح شویو تخمونو له نشتوالي شکایت کړی دی.
 
بل خوا په پکتيا کې د اوبو د يوه کانال او د اوبو بند د جوړولو چارې پيل شوې او د دغو دوو کرنيزو پروژو په جوړېدو سره به د کروندګرو ۸۰۰ جريبه ځمکې خړوبه شي.
 
د اوبو دغه کانال چې دوه سوه زره امریکایي ډالره لګښت پرې راځي، په راتلونکو دریو میاشتو کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
 
د يادونې وړ ده، چې افغانستان د مناسبو اوبو او خاورې په لرلو سره لا هم په دې برخه کې د خپلې کرنې د دوديزې بڼې له امله د سيمې له هېوادونو وروسته پاتې دى.
 
https://avapress.com/vdcaianu649n061.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته