د خوست سیمه ییز چارواکي وايي، چې د مهاجرت نړیوال سازمان په ۸۵۶ زیانمنو شویو کورنیو د کور جوړونې په برخه کې ۵۳ میلیونه او ۵۹۳ زره افغانۍ نغدي مرسته وېشلې ده.
په خوست کې پر ۸۵۶ کورنیو څه باندې ۵۳ میلیونه افغانۍ وویشل شوې
20 میزان 1402 ساعت 9:15
د خوست سیمه ییز چارواکي وايي، چې د مهاجرت نړیوال سازمان په ۸۵۶ زیانمنو شویو کورنیو د کور جوړونې په برخه کې ۵۳ میلیونه او ۵۹۳ زره افغانۍ نغدي مرسته وېشلې ده.
آوا - کابل: د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مطبوعاتي دفتر په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې دغه خبر خپور کړی او لیکلي یې دي، چې دغه مرستې د مهاجرت نړیوال سازمان له خوا له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست په همغږۍ وېشل شوې دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د خوست په سپېره ولسوالۍ کې د ظاهر پر کورنيو د کورونو د جوړولو په موخه په دوو قسطونو وېشل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په خوست ولايت کې له کورنيو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته شوې وه.
د يادونې وړ ده، چې بهرنۍ او کورنۍ موسسې د افغانستان له خلکو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې کوي او دغه مرستې اړين بلل کېږي.
د مطلب کود: 278200