افغان غږ خبری آژانس - کابل: د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مطبوعاتي دفتر په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې دغه خبر خپور کړی او لیکلي یې دي، چې دغه مرستې د مهاجرت نړیوال سازمان له خوا له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست په همغږۍ وېشل شوې دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د خوست په سپېره ولسوالۍ کې د ظاهر پر کورنيو د کورونو د جوړولو په موخه په دوو قسطونو وېشل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په خوست ولايت کې له کورنيو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته شوې وه.
د يادونې وړ ده، چې بهرنۍ او کورنۍ موسسې د افغانستان له خلکو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې کوي او دغه مرستې اړين بلل کېږي.