کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د یکشنبې په ورځ د انګلستان له لوبډلې سره مخامخ شي

22 میزان 1402 ساعت 10:48

ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا (یکشنبه، میزان ۲۳) په نړیوال جام کې خپله دریمه لوبه د انګلستان له لوبډلې سره وکړي.


آوا: دغه لوبه به سبا (یکشنبه، میزان ۲۳) د هند په نوي ډیلي کرکټ لوبغالي کې د کابل پر وخت د ماسپښین ۱:۰۰ بجې پیل شي.
 
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په تېرو دوو لوبو کې د هند او بنګله دېش څخه ماته منلي.
 
په تېرو دوو لوبو کې انګلستان یوه لوبه يي ګټلي او بله یې بایللې ده.
 
د کرېکټ د نړیوال جام په دوام کې هند او پاکستان نن شنبه (اکتوبر ۱۴) له یو بل سره لوبه کوي.
 
باید وویل شي، چې د سږني نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر په پنځمه پیل شوې او د نومبر تر ۱۹مې به دوام وکړي.
 


د مطلب کود: 278305

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278305/د-افغانستان-کرکټ-ملي-لوبډله-یکشنبې-په-ورځ-انګلستان-له-لوبډلې-سره-مخامخ-شي

آوا
  https://www.avapress.com