دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۸
د مطلب کود : 278305
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د یکشنبې په ورځ د انګلستان له لوبډلې سره مخامخ شي
ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا (یکشنبه، میزان ۲۳) په نړیوال جام کې خپله دریمه لوبه د انګلستان له لوبډلې سره وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه لوبه به سبا (یکشنبه، میزان ۲۳) د هند په نوي ډیلي کرکټ لوبغالي کې د کابل پر وخت د ماسپښین ۱:۰۰ بجې پیل شي.
 
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په تېرو دوو لوبو کې د هند او بنګله دېش څخه ماته منلي.
 
په تېرو دوو لوبو کې انګلستان یوه لوبه يي ګټلي او بله یې بایللې ده.
 
د کرېکټ د نړیوال جام په دوام کې هند او پاکستان نن شنبه (اکتوبر ۱۴) له یو بل سره لوبه کوي.
 
باید وویل شي، چې د سږني نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر په پنځمه پیل شوې او د نومبر تر ۱۹مې به دوام وکړي.
 
https://avapress.com/vdcawanum49n0e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته