کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوګر د ښوونځیو کارکوونکو او ښوونکو خپل د یوې ورځې معاش د هرات زلزله ځپلو ته ورکړ

22 میزان 1402 ساعت 11:19

د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د دې ولایت د ښوونځیو کارکوونکو او ښوونکو د یوې ورځې معاش چې څه باندې ۱،۲ میلیونه افغانۍ کېږي، د هرات ولایت د زلزله ځپلو کورنیو ته ځانګړې کړي دي.


آوا - کابل: د پوهنې وزارت د شنبې په ورځ په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د لوګر ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو خپل د یوې ورځې معاش د هرات زلزله ځپلو کورنیو ته ځانګړې کړی دی.
 
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، دغه مرسته د لوګر ولایت له لارې د هرات له زلزله ځپلو سره شوې ده.
 
د راپورونو له مخې، په هرات کې له څو خونړۍ زلزلې وروسته د هېواد او نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د زلزلې د قربانيانو کورنيو ته په ميليونونو ډالر او افغانۍ ځانګړې شوې دي.
 
د یادولو وړ ده چې د تیرې شنبې په ورځ د څو خونړیو زلزلو د رامنځته کیدو له امله د هرات ولایت په ۱۵ میزان دره او زنده جان ولسوالیو کې زرګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.
 


د مطلب کود: 278310

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278310/د-لوګر-ښوونځیو-کارکوونکو-او-ښوونکو-خپل-یوې-ورځې-معاش-هرات-زلزله-ځپلو-ته-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com