دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 278310
د لوګر د ښوونځیو کارکوونکو او ښوونکو خپل د یوې ورځې معاش د هرات زلزله ځپلو ته ورکړ
د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د دې ولایت د ښوونځیو کارکوونکو او ښوونکو د یوې ورځې معاش چې څه باندې ۱،۲ میلیونه افغانۍ کېږي، د هرات ولایت د زلزله ځپلو کورنیو ته ځانګړې کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پوهنې وزارت د شنبې په ورځ په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د لوګر ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو خپل د یوې ورځې معاش د هرات زلزله ځپلو کورنیو ته ځانګړې کړی دی.
 
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، دغه مرسته د لوګر ولایت له لارې د هرات له زلزله ځپلو سره شوې ده.
 
د راپورونو له مخې، په هرات کې له څو خونړۍ زلزلې وروسته د هېواد او نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د زلزلې د قربانيانو کورنيو ته په ميليونونو ډالر او افغانۍ ځانګړې شوې دي.
 
د یادولو وړ ده چې د تیرې شنبې په ورځ د څو خونړیو زلزلو د رامنځته کیدو له امله د هرات ولایت په ۱۵ میزان دره او زنده جان ولسوالیو کې زرګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcgq79xzak9uw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته