کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان کې د پرونۍ تروریستي حملې د شهیدانو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی

22 میزان 1402 ساعت 15:01

په بغلان کې امنیتي سرچینې وايي چې په پلخمري ښار کې د امام زمان(عج) پر جومات د پروني ترهګریز برید د شهیدانو شمېر ۳۳ تنو ته لوړ شوی دی.


آوا - مزار شریف: د پلخمري ښار څخه ځیني سرچیني  نن شنبه د میزان ۲۲ مه، آوا ته وویل؛ د پرونۍ چاودنې د شهیدانو شمېر ۳۳ تنو ته ورسېد.
 
دوی زیاتوي چې په دې پېښه کې ۵۰ نور کسان ټپیان شوي دي.
 
سرچينې زياته کړه، چې د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او ځينې يې د درملنې په موخه د کندز روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
د دوی په وینا، د دې پېښې ډېری شهیدان ځوانان وو، چې په کې یو ډاکټر، یو انجنیر شامل وو.
 
دولتي سرچینو دا هم ویلي، چې د دې پېښې د شهیدانو جسدونه له نن سهار راهیسې په انفرادي ډول خاورو ته سپارل شوي دي.
 
د بغلان د ولایتي روغتون یو شمېر ډاکټرانو هم آوا ته وویل، چې له پرونۍ پېښې څخه تر اوسه ۱۹ تنه شهیدان روغتون ته لېږدول شوي او د ټپیانو شمېر تر ۵۰ ډېر دی.
 
خو د بغلان د پولیسو ویاند شیر احمد برهاني آوا ته وویل چې په دې پیښه کې د مرګ ژوبلې په شمیر کې کوم بدلون نه دی راغلی.
 
په همدې حال کې پرون (جمعه، میزان ۲۱) د پلخمري ښار د سلواغې په لومړۍ سړک کې د امام زمان (عج) په جومات کې د لمونځ کوونکو په منځ کې د ځانمرګي برید وشو. د دې پېښې مسووليت داعش پر غاړه اخيستى دى.
 


د مطلب کود: 278336

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278336/په-بغلان-کې-د-پرونۍ-تروریستي-حملې-شهیدانو-شمیر-زیاتوالی-راغلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com