دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 278336
په بغلان کې د پرونۍ تروریستي حملې د شهیدانو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی
په بغلان کې امنیتي سرچینې وايي چې په پلخمري ښار کې د امام زمان(عج) پر جومات د پروني ترهګریز برید د شهیدانو شمېر ۳۳ تنو ته لوړ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د پلخمري ښار څخه ځیني سرچیني  نن شنبه د میزان ۲۲ مه، افغان غږ خبری آژانس ته وویل؛ د پرونۍ چاودنې د شهیدانو شمېر ۳۳ تنو ته ورسېد.
 
دوی زیاتوي چې په دې پېښه کې ۵۰ نور کسان ټپیان شوي دي.
 
سرچينې زياته کړه، چې د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او ځينې يې د درملنې په موخه د کندز روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
د دوی په وینا، د دې پېښې ډېری شهیدان ځوانان وو، چې په کې یو ډاکټر، یو انجنیر شامل وو.
 
دولتي سرچینو دا هم ویلي، چې د دې پېښې د شهیدانو جسدونه له نن سهار راهیسې په انفرادي ډول خاورو ته سپارل شوي دي.
 
د بغلان د ولایتي روغتون یو شمېر ډاکټرانو هم افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې له پرونۍ پېښې څخه تر اوسه ۱۹ تنه شهیدان روغتون ته لېږدول شوي او د ټپیانو شمېر تر ۵۰ ډېر دی.
 
خو د بغلان د پولیسو ویاند شیر احمد برهاني افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې په دې پیښه کې د مرګ ژوبلې په شمیر کې کوم بدلون نه دی راغلی.
 
په همدې حال کې پرون (جمعه، میزان ۲۱) د پلخمري ښار د سلواغې په لومړۍ سړک کې د امام زمان (عج) په جومات کې د لمونځ کوونکو په منځ کې د ځانمرګي برید وشو. د دې پېښې مسووليت داعش پر غاړه اخيستى دى.
 
https://avapress.com/vdcexv8wpjh8fxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته