کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د جاپان مرستې افغان سرې میاشتې ته وسپارل شوې

23 میزان 1402 ساعت 14:29

د جاپان په مرستو کې چې د اړتيا وړ توکي په کې شامل دي، د دغه هېواد د سفير له خوا د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د هرات ولايت د وروستۍ زلزلې له زيانمنو سره د مرستې په موخه افغاني سرې مياشتې ته وسپارل شول.


آوا - کابل: د افغاني سرې میاشتې مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې په دغو توکو کې ۲۹۴۰ کمپلې، ۱۴۸۰ توشکې، ۲۵۰ د اوبو غټ بوتلونه، ۲۱۰ د خیمي، ۲۱ پلاستیکي غالۍ او ۵ د اوبو پاکولو ماشینونه شامل دي.
 
د افغاني سرې مياشتې د عمومي منشي مرستيال مولوي عبداللطيف ثابت د دغو توکو د سپارلو پر مهال وويل چې مرسته شوي توکي به ډېر ژر د هرات زلزله ځپلو کورنيو ته ووېشل شي.
 


د مطلب کود: 278419

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278419/د-وروستۍ-زلزلې-له-قربانیانو-سره-جاپان-مرستې-افغان-سرې-میاشتې-ته-وسپارل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com