دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۹
د مطلب کود : 278419
د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د جاپان مرستې افغان سرې میاشتې ته وسپارل شوې
د جاپان په مرستو کې چې د اړتيا وړ توکي په کې شامل دي، د دغه هېواد د سفير له خوا د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د هرات ولايت د وروستۍ زلزلې له زيانمنو سره د مرستې په موخه افغاني سرې مياشتې ته وسپارل شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې په دغو توکو کې ۲۹۴۰ کمپلې، ۱۴۸۰ توشکې، ۲۵۰ د اوبو غټ بوتلونه، ۲۱۰ د خیمي، ۲۱ پلاستیکي غالۍ او ۵ د اوبو پاکولو ماشینونه شامل دي.
 
د افغاني سرې مياشتې د عمومي منشي مرستيال مولوي عبداللطيف ثابت د دغو توکو د سپارلو پر مهال وويل چې مرسته شوي توکي به ډېر ژر د هرات زلزله ځپلو کورنيو ته ووېشل شي.
 
https://avapress.com/vdcgq79xyak9ut4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته