کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بې کيفيته تېلو درې د ډيزلو ټانکرونه ازبکستان ته راستانه شول

23 میزان 1402 ساعت 14:39

په حيرتان بندر کې د اسلامي امارت د نورم او سټنډرډ رياست چارواکي وايي، چې د بې کيفيته ډيزلو درې ټانکرونه ازبکستان ته راستانه شوي دي.


آوا: د حیرتان په بندر کې د نورم او سټنډرډ اداري بیاکتنې ډلې د دغو تیلو له ارزونې وروسته، چې کیفیت يي ټیټ وو، د بېرته ستنولو امر یې کړي دي.
 
د حیرتان بندر د نورم او سټنډرډ رياست مشر مولوي يحيى نعماني وويل، چې تر اوسه له دغه بندر څخه ١٧٢ ټنه او ٣١٩ کيلوګرامه بې کيفيته ډيزلي تېل مسترد شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت د نورم او سټنډرډ څانګې ايران ته د ټيټ کيفيت لرونکي تېل وړونکو ټانکرونو د مستردیدو اعلان کړی و.
 


د مطلب کود: 278421

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278421/د-بې-کيفيته-تېلو-درې-ډيزلو-ټانکرونه-ازبکستان-ته-راستانه-شول

آوا
  https://www.avapress.com