دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 278421
د بې کيفيته تېلو درې د ډيزلو ټانکرونه ازبکستان ته راستانه شول
په حيرتان بندر کې د اسلامي امارت د نورم او سټنډرډ رياست چارواکي وايي، چې د بې کيفيته ډيزلو درې ټانکرونه ازبکستان ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د حیرتان په بندر کې د نورم او سټنډرډ اداري بیاکتنې ډلې د دغو تیلو له ارزونې وروسته، چې کیفیت يي ټیټ وو، د بېرته ستنولو امر یې کړي دي.
 
د حیرتان بندر د نورم او سټنډرډ رياست مشر مولوي يحيى نعماني وويل، چې تر اوسه له دغه بندر څخه ١٧٢ ټنه او ٣١٩ کيلوګرامه بې کيفيته ډيزلي تېل مسترد شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت د نورم او سټنډرډ څانګې ايران ته د ټيټ کيفيت لرونکي تېل وړونکو ټانکرونو د مستردیدو اعلان کړی و.
 
https://avapress.com/vdcj8oe8vuqeaxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته