کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

"یو کمربند، یو لاره" غونډه

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست چین ته ولاړ

25 میزان 1402 ساعت 9:18

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د «یو کمربند یو لاره» په غونډه کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی.


آوا - کابل: دا وزارت په ایکس پاڼه کې یو پیغام خپور کړی چې عزیزي د دوشنبې په ورځ د میزان په ۲۴ مه بیجینګ ته روان شو.
 
دغه وزارت زیاته کړې، چې د اسلامي امارت د سوداګرۍ وزارت سرپرست به د دغې ناستې په څنډه کې له چینايي او افغان سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو سره هم لیده کاته او خبرې اترې وکړي.
 
د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې دغه غونډه د روانې اوونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې جوړه شي.
 
د يو کمربند او يوې لارې پروژه د چين له هغو نظريو څخه ده چې دغه هېواد يوه لسيزه مخکې پيل کړې څو د ځمکې او سمندر له لارې اسيا له افريقا او اروپا سره ونښلوي.
 


د مطلب کود: 278538

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278538/د-سوداګرۍ-او-صنایعو-وزارت-سرپرست-چین-ته-ولاړ

آوا
  https://www.avapress.com