دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۸
د مطلب کود : 278538
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست چین ته ولاړ
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د «یو کمربند یو لاره» په غونډه کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دا وزارت په ایکس پاڼه کې یو پیغام خپور کړی چې عزیزي د دوشنبې په ورځ د میزان په ۲۴ مه بیجینګ ته روان شو.
 
دغه وزارت زیاته کړې، چې د اسلامي امارت د سوداګرۍ وزارت سرپرست به د دغې ناستې په څنډه کې له چینايي او افغان سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو سره هم لیده کاته او خبرې اترې وکړي.
 
د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې دغه غونډه د روانې اوونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې جوړه شي.
 
د يو کمربند او يوې لارې پروژه د چين له هغو نظريو څخه ده چې دغه هېواد يوه لسيزه مخکې پيل کړې څو د ځمکې او سمندر له لارې اسيا له افريقا او اروپا سره ونښلوي.
 
https://avapress.com/vdcipvarvt1ayw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته