کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتيکا کې د يوې ترافيکي پېښې له امله اووه تنه مړه او ټپيان شول

25 میزان 1402 ساعت 14:32

د پکتيکا ولايت امنيه قومانداني وايي، د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې د يوه فولډر ډوله موټر او تراکتور ترمنځ د ټکر له امله درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.


آوا - کابل: د پکتیکا امنیه قوماندانی په وینا، دغه پیښه د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې اړوند د خاچی په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
 
د پکتیکا ولایت امنیه قومانداني وایي، یو فولډر موټر چې له غزني ولایت څخه د ښرنې ښار ته روان و، له یوه ټراکټور سره ټکر شوی، چې له امله یې درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
 
د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او ډېر سرعت ښودل شوی دی.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم دغه ولايت ته څېرمه په لغمان ولايت کې ورته پېښه شوې وه.
 


د مطلب کود: 278590

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278590/په-پکتيکا-کې-د-يوې-ترافيکي-پېښې-له-امله-اووه-تنه-مړه-او-ټپيان-شول

آوا
  https://www.avapress.com