دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۲
د مطلب کود : 278590
په پکتيکا کې د يوې ترافيکي پېښې له امله اووه تنه مړه او ټپيان شول
د پکتيکا ولايت امنيه قومانداني وايي، د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې د يوه فولډر ډوله موټر او تراکتور ترمنځ د ټکر له امله درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتیکا امنیه قوماندانی په وینا، دغه پیښه د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې اړوند د خاچی په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
 
د پکتیکا ولایت امنیه قومانداني وایي، یو فولډر موټر چې له غزني ولایت څخه د ښرنې ښار ته روان و، له یوه ټراکټور سره ټکر شوی، چې له امله یې درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
 
د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او ډېر سرعت ښودل شوی دی.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم دغه ولايت ته څېرمه په لغمان ولايت کې ورته پېښه شوې وه.
 
https://avapress.com/vdcgy79xzak9un4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته