کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سراج الدین حقاني: اوس د یووالي د ټینګولو وخت دی

27 میزان 1402 ساعت 11:37

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په پکتیکا ولایت کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو له مسوولینو سره په کتنه کې وویل چې د هېواد له آزادۍ وروسته اوس د یووالي د ټینګښت وخت دی.


آوا - کابل: د ملي دفاع وزارت په خپله یوه خبرپاڼه کې لیکلي: د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني جنوب ختیځ زون ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو له دوهمې لوا څخه لیدنه وکړه.
 
ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې وویل: لکه څنګه چې د وطن له آزادۍ وروسته د ابادي اراده لا پیاوړې شوه، اوس د افغانانو د یووالي وخت رارسېدلی، مجاهدین باید خپلمنځي اختلافات پای ته ورسوي او د خدای او ولس په مرسته د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د یووالي په لور یوسي.
 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست هم د خلکو د هر ډول ستونزو د حل ژمنه وکړه.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت سرپرست د پکتیکا ولایت د نیکه او زیروک ولسوالیو له یو شمېر علماوو، قومي مخورو او ځوانانو سره کتلي وو او د خلکو پر یووالي یې ټینګار کړی و.
 


د مطلب کود: 278749

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278749/سراج-الدین-حقاني-اوس-د-یووالي-ټینګولو-وخت-دی

آوا
  https://www.avapress.com