دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 278749
سراج الدین حقاني: اوس د یووالي د ټینګولو وخت دی
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په پکتیکا ولایت کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو له مسوولینو سره په کتنه کې وویل چې د هېواد له آزادۍ وروسته اوس د یووالي د ټینګښت وخت دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت په خپله یوه خبرپاڼه کې لیکلي: د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني جنوب ختیځ زون ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو له دوهمې لوا څخه لیدنه وکړه.
 
ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې وویل: لکه څنګه چې د وطن له آزادۍ وروسته د ابادي اراده لا پیاوړې شوه، اوس د افغانانو د یووالي وخت رارسېدلی، مجاهدین باید خپلمنځي اختلافات پای ته ورسوي او د خدای او ولس په مرسته د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د یووالي په لور یوسي.
 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست هم د خلکو د هر ډول ستونزو د حل ژمنه وکړه.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت سرپرست د پکتیکا ولایت د نیکه او زیروک ولسوالیو له یو شمېر علماوو، قومي مخورو او ځوانانو سره کتلي وو او د خلکو پر یووالي یې ټینګار کړی و.
 
https://avapress.com/vdcc04qio2bqmm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته