دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۸
د مطلب کود : 255799
سراج الدین حقاني د اسلامي امارت د رسمیت پیږندلو غوښتنه وکړه
خوست ولایت ته د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له سفر سره هم مهاله نوموړي په یوه کنفرانس او وینا کې یو ځل بیا د نړیوالې ټولنې له خوا د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني یو ځل بیا د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.
 
هغه وویل چې اسلامي امارت او نړیواله ټولنه یو بل ته اړتیا لري.
 
حقاني زیاته کړه؛ که نړۍ موږ وپېژني او که نه، ملت دې ډاډمن وي چې د هرې بدبختۍ پر وړاندې به په خپلو هڅو سره مبارزه کوو.
 
د کورنیو چارو وزیر ویلي چې دوی له ۲۰ کلونو راهیسې له امریکا سره جګړه کوي. که دوی ونه پیژندل شي، بیا به هم مبارزه وکړي.
 
نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو او نړۍ سره سیاسي اړیکو ته چمتو دی.
 
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزیر د نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې افغانستان به هېڅ هېواد ته ګواښ نه وي او د اسلامي امارت وسله والو ډلو ته به د فعالیت اجازه ورنه کړي.
 
حقاني د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زیرمو پر آزادولو هم ټینګار وکړ.
 
د یادولو وړ ده چې له نږدې یو کال وروسته هیڅ هیواد د اسلامي امارت حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.
 
https://avapress.com/vdccopqio2bqpm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته