دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۴
د مطلب کود : 272811
سراج الدین حقاني: د نړۍ د رسمیت پېژندلو لپاره به د خپلواکۍ سودا ونه کړو
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وايي، اسلامي امارت به د نړۍ په رسمیت پېژندلو لپاره پر خپلواکۍ سودا ونه کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: سراج الدین حقاني پرون (سه شنبه، سرطان ۱۵) په پکتیا ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل: دا د ویاړ خبره ده چې افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه.
 
حقاني وویل: "اوس دوی موږ په رسمیت نه پیژني ځکه چې موږ د دوی فرمانونه او غوښتنې نه دي منلي."
 
هغه ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره سترې قربانۍ ورکړي، چې د دغه هېواد لپاره د وياړ سرچینه ګرځېدلې ده.
 
د آریانا نیوز د راپور له مخې حقاني دا هم ویلي چې پر افغانستان یرغل نه یوازې پوځي، بلکې فکري، اقتصادي او کلتوری هم و.
 
https://avapress.com/vdcgqx9xqak9u74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته