دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 254092
ډاکټر عبدالله په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره وکتل
د کابل لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تېره شپه (شنبه، د غبرګولي ۲۱) له ډاکټر عبدالله سره د لیدنې خبر ورکړ. ددي په وینا؛ په دې لیدنه کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه یوه مهمه موضوع وه.
افغان غږ خبری آژانس، په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز تېره شپه (د غبرګولي ۲۱مه) په ټویټر کې لیکلي چې د ملي پخلاینې له پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره یې لیدلي او په بل لیدنه کي د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره هم لیدلي او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر اهمیت ټینګار کړی دی.
 
نوموړي له ډاکټر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان د راتلونکي په جوړولو کې د سیمې د مهم رول په اړه خبرې وکړې.
 
اغلې لاینز په یوه بل ټویټ کې له سراج الدین حقاني سره د خپلې لیدنې یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې په دې لیدنه کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې، له نشه یي توکو سره د مبارزې، د بشري مرستو پر پیاوړتیا او د کولرا وروستیو پېښو ته د ځواب ویلو پر اهمیت ټینګار شوی دی.
 
دا په داسي حال کي ده چي د آغلې لاینز ماموریت بشپړیدو ته نږدې دی.
 
هغه په ​​دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو له ډیپلوماټانو سره ملاقاتونه وکړل.
 
https://avapress.com/vdchwknii23nmvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته