دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۲۰:۴۳
د مطلب کود : 33795
جمهور رئیس د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره د مخه ښې کتنه وکړه
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې تر سره شوه، د هېواد جمهور رئیس د ښاغلي ډیمسټورا د دوه کلن ماموریت له امله مننه وکړه او په راتلونکو دندو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي نن ماښام په افغانستان کې
د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي سټیفن ډیمیستورا سره د مخه ښې کتنه
وکړه.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې تر سره شوه، د هېواد جمهور رئیس د ښاغلي ډیمسټورا
د دوه کلن ماموریت له امله مننه وکړه او په راتلونکو دندو کې یې ورته د
بریالیتوب هیله وکړه.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي سټیفن ډیمستورا په افغانستان کې د
خپلدوه کلنماموریت په اړه وویل چې دغه ماموریتکه څه هم له څه ستونزو سر مل ؤ خو بیا هم زما لپاره ډېر جالب ؤ.

د یادولو وړ ده چې سټیفن ډیمیستورا په افغانستان کې له دندې وروسته د ایټالیا
د بهرنیو چارو په وزارت کې د معین په توګه ټاکل شوی دی.

سر چینه : د جمهور رئیس د ویاند دفتر
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcenf8x.jh8xoi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته