دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۵
د مطلب کود : 164716
کراچي ښار ته د ملا هبت الله، سراج الدین حقاني او د ملا عمر زوی د سفر په اړه راپورونه
د راپورونو له مخې، د طالبانو مشر ملا هبت الله، د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني او د ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب په وروستیو ورځو کې د پاکستان له کراچي ښار څخه لیدنه کړې ده.
په شمال کې د ۲۰۹ قول اردو ادعا کوي، چې د طالبانو او حقاني شبکې جګپوړو مشرانو د پاکستاني چارواکو په بلنه کراچي ښار ته سفر کړی و.
سرچینه زیاتوي، چې پاکستاني چارواکو د طالبانو او حقاني شبکې له مشرانو غوښتي چې په افغانسان کې خپلو بریدونو ته زور وکړي.
د شاهین قول اردو په وینا، پاکستان غواړي د افغانستان د ناامنو په مرسته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار د غځولو چارې بشپړې کړي.
دا په داسې حال کې دی چې افغان چارواکي تل ادعا کړي چې پاکستان د طالبان او هغو ډلو چې په افغانستان کې بریدونه کوي ملاتړ کوي او پټنځي یې ورکړي خو پاکستان دغه ډول ادعاوې تل رد کړي او وايي دوی پخپله د ترهګرې قربانیان دي.
افغان چارواکي وایي، حقاني شبکې د طالبانو پورې تړلې ده، چې د پاکستان شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې فعالیت کوي او په افغانستان کې پر افغان ځواکونو او حکومت بریدونه کوي.
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت هم له دې وړاندې ویلي، چې د حقاني ترهګرې شبکې او طالبان لا هم په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري.
امریکایي چارواکي وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ قبایلي سیمې لا هم د ترهګرو شبکو او ډلو خوندي ځای دي او افغان وسله والې ډلې د حقاني شبکې او طالبانو په ګډون په آزاد ډول په پاکستان کې فعالیت کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6yn6i49ni01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته