دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 258677
ډاکټر عبدالله له افغانستانه نوي ډهلي ته ولاړ
د افغانستان د مصالحې د عالي شورا پخوانی رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په روان کال کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له راتګ وروسته د دوهم ځل لپاره له هېواده وځي او له خپلې کورنۍ سره د لیدو لپاره نوي ډهلي ته ځي.
افغان غږ خبری آژانس: خبري سرچینو خبر ورکړی، چې د افغانستان د مصالحې د عالي شورا پخوانی رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن پنجشنبه د زمري ۲۴ مه له کابله نوي ډهلي ته روان شو.
 
ویل شوي چې د اسلامي امارت په منظورۍ یو ځل بیا اجازه ورکړل شوه چې له افغانستانه ووځي او په هند کې له خپلې کورنۍ سره وګوري.
 
عبدالله له دې وړاندې هم یو ځل د اسلامي امارت په رضایت د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره هند ته تللی و.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي، چې په کابل کې شتون لري، رسنیو ته په ډاګه کړې، چې دی او عبدالله عبدالله په کور کې نظر بند دي.
 
https://avapress.com/vdca0anu049nmi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته