کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عینک د مسو کان د کار بهیر باید چټک شي

27 میزان 1402 ساعت 13:55

د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د عینک د مسو کان د استخراج قراردادي شرکت د «MGEM» شرکت له مرستیال سره په کتنه کې د دغه کان د استخراج د ژر تر ژره د استخراج پر پیل ټینګار کړی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه د میزان ۲۷ مه دغه خبر خپور کړی او ویلي یې دي، چې د دغه وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور نن د یوې غونډې په ترڅ کې د ياد شوي شرکت له لوري د نوي وړانديز شوي پلان په اړه بحث او خبرې وشوې، پرېکړه وشوه چې د مسو د عينکو پروژې په نورو موضوعاتو هم بحث او د نظريو تبادله وشوه.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د عینک د مسو کان د استخراج پر چټکتیا د ټینګار ترڅنګ وویل: د عینک د مسو د پروژې د پیل لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو یو.
 
ديوبل خبر له مخې، د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شهاب الدين دلاور د جاپان له نوي سفير سره وکتل.
 
د کانونو او پټروليم وزارت مطبوعاتي دفتر نن دغه خبر خپور کړى او ويلي يې دي، چې په دې کتنه کې د دغه وزارت سرپرست په کانونو کې د پانګونې په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې او ويې ويل، چې د افغانستان په کانونو کې د پانګونې بهير ګړندى شوى دى.
 


د مطلب کود: 278760

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278760/د-عینک-مسو-کان-کار-بهیر-باید-چټک-شي

آوا
  https://www.avapress.com