دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۵
د مطلب کود : 278760
د عینک د مسو کان د کار بهیر باید چټک شي
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د عینک د مسو کان د استخراج قراردادي شرکت د «MGEM» شرکت له مرستیال سره په کتنه کې د دغه کان د استخراج د ژر تر ژره د استخراج پر پیل ټینګار کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه د میزان ۲۷ مه دغه خبر خپور کړی او ویلي یې دي، چې د دغه وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور نن د یوې غونډې په ترڅ کې د ياد شوي شرکت له لوري د نوي وړانديز شوي پلان په اړه بحث او خبرې وشوې، پرېکړه وشوه چې د مسو د عينکو پروژې په نورو موضوعاتو هم بحث او د نظريو تبادله وشوه.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د عینک د مسو کان د استخراج پر چټکتیا د ټینګار ترڅنګ وویل: د عینک د مسو د پروژې د پیل لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو یو.
 
ديوبل خبر له مخې، د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شهاب الدين دلاور د جاپان له نوي سفير سره وکتل.
 
د کانونو او پټروليم وزارت مطبوعاتي دفتر نن دغه خبر خپور کړى او ويلي يې دي، چې په دې کتنه کې د دغه وزارت سرپرست په کانونو کې د پانګونې په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې او ويې ويل، چې د افغانستان په کانونو کې د پانګونې بهير ګړندى شوى دى.
 
https://avapress.com/vdcfvcd0xw6deea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته