کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې تړانګې د شهیدانو شمېر ٤١٣٧ ټنو ته لوړ شو

28 میزان 1402 ساعت 17:37

د غزې د عامې روغتیا وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په غزې د صهیونیسټي یرغل د شهیدانو شمیر ٤١٣٧ تنو ته لوړ شو.


آوا: د غزې د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د ټپیانو شمیر تر دیارلس زرو اوښتی دی.
 
د دغه رپوټ له مخې تر اوسه څه باندې زر تنه فلسطینیان چې زیاتره یې ماشومان دي، لادرکه دي.
 
د غزې د عامې روغتیا وزارت ویاند هم اعلان وکړ چې اوه روغتونونه نور د بریښنا، تجهیزاتو او درملو د نشتوالي له امله د خدماتو وړاندې کولو توان نلري.
 
دا پداسی حال کی ده چی تیره شپه د غزی په جنوب کی د «خان یونس» په ښار کی پر څو هستوګنو ودانیو باندی د صهیونیسټی رژیم په حملو کی څه د پاسه شل کسان شهیدان او په لسګونو نور ژوبل شول.
 
د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې تېره شپه یې د غزې په تړانګه کې ۱۰۰ نوي هدفونه بمبار کړي دي.


د مطلب کود: 278810

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278810/د-غزې-تړانګې-شهیدانو-شمېر-٤١٣٧-ټنو-ته-لوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com