دخپریدو نیټه :جمعه ۲۸ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۷:۳۷
د مطلب کود : 278810
د غزې تړانګې د شهیدانو شمېر ٤١٣٧ ټنو ته لوړ شو
د غزې د عامې روغتیا وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په غزې د صهیونیسټي یرغل د شهیدانو شمیر ٤١٣٧ تنو ته لوړ شو.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د ټپیانو شمیر تر دیارلس زرو اوښتی دی.
 
د دغه رپوټ له مخې تر اوسه څه باندې زر تنه فلسطینیان چې زیاتره یې ماشومان دي، لادرکه دي.
 
د غزې د عامې روغتیا وزارت ویاند هم اعلان وکړ چې اوه روغتونونه نور د بریښنا، تجهیزاتو او درملو د نشتوالي له امله د خدماتو وړاندې کولو توان نلري.
 
دا پداسی حال کی ده چی تیره شپه د غزی په جنوب کی د «خان یونس» په ښار کی پر څو هستوګنو ودانیو باندی د صهیونیسټی رژیم په حملو کی څه د پاسه شل کسان شهیدان او په لسګونو نور ژوبل شول.
 
د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې تېره شپه یې د غزې په تړانګه کې ۱۰۰ نوي هدفونه بمبار کړي دي.
https://avapress.com/vdcb8wb5grhbzwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته