کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۴۰۰ بستریز روغتون جراحانو په بریالیتوب سره د "دماغ تومور" عملیات ترسره کړل

29 میزان 1402 ساعت 16:04

د اسلامي امارت د دفاع وزارت وايي، چې د شهید سردار محمد داوود خان د ۴۰۰ بستریز روغتون د عصبي جراحۍ ډاکټرانو د مغزي تومور پیچلي عملیات په بریالیتوب سره ترسره کړل.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د دفاع وزارت په خپله اکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د عامې روغتیا ریاست د رهبرۍ د هڅو په پایله کې د شهید سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون د عصبي جراحۍ ډاکټران د "دماغي تومور" پیچلي عملیات په بریالیتوب سره ترسره کړل او دا مهال د ناروغ روغتیايي حالت ښه دی.
 
د چارواکو په وینا، د شهید سردار محمد داوود خان د څلور سوه بستریز روغتون کارکوونکي د غوره روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو سره هېوادوالو او ملي اردو ته خدمت کوي.
 


د مطلب کود: 278860

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278860/د-۴۰۰-بستریز-روغتون-جراحانو-په-بریالیتوب-سره-دماغ-تومور-عملیات-ترسره-کړل

آوا
  https://www.avapress.com